پخواني صوبائي وزير مير محمد عاصم د سېنېټر عثمان كاكړ په مړينه د غم دړدڅرګندونه وكړه

کوئټه۔21جون(اے پی پی)د بلوچستان عوامی پارټۍ مركزي سينئر نائب صدر او د خزانې پخواني صوبائي وزير میر محمد عاصم کرد ګیلو د غمرازۍ خپل بيان كښې د پشتونخوا ملی عوامی پارټۍ صوبائي صدر سېنېټر عثمان كاكړ په ناڅاپي حق رسېدو كاكړې كورنۍ سره غمرازۍ ښكاره كولو كښې ووئيل حق رسېدلے يو قدآور او معتبر شخصيت ؤ۔ هغه خپل ټول ژوند د بلوچستان اولس حقونو ترلاسه كولو لپاره وقف كړے ؤ۔ د هغه په مرګچې كومه خلا رامخې ته شوې تر پېړيو به ډكه نه شي۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دې حق رسېدلي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي