كوئټه 21 جون(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي صدر او پخواني سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان ووئيل د عثمان كاكړ د خېرښېګړې او د اولس خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ده ووئيل هېواد نن د يو لويې سياسي او سماجي لارښود څخه محروم شوے۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي