د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي د سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 21 جون(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي صدر او پخواني سېنېټر عثمان خان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كړې٬ګورنر امان الله خان ياسين زئي د غمرازۍ په خپل بيان كښې ووئيل د ارواښاد عثمان خان كاكړ د جمهوري اقدار ودې٬د قامونو يو والي او د سياسي شعور بېدارۍ لپاره ترسره شوي خذمات به ياد ساتلے شي۔د دې نه علاوه هغه په سېنېټ كښې د بلوچستان اولس بشپړه نمائندكي كړې۔د بلوچستان ګورنر د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا او غم جنې كورنۍ سره يې د غمرازۍ او يو والي څرګندونه هم وكړه