د انګلېنډ او هند د مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے يو ورځنے مېچ د جون په 27 مه نېټه كېږي

برسټل21 جون(اے پی پی)د انګلېنډ او هند مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز اولنے مېچ د روانې مياشتې په 27 مه نېټه برسټل كښې كېږي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه شوے يوازيني ټېسټ مېچ سر په سر پاتي شوے و۔ د سيريز دويم مېچ به د روانې مياشتې په 30 مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د جولائي په 3 مه نېټه كېږي۔ د ون ډے سيريز نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي 20 مېچونو سيريز د جولائي 9 مې نېټې نه پېل كېږي۔