كارډف21 جون (اے پي پي) د انګلينډ او سري لنكا ترمينځه وړومبے ټي 20 انټرنېشنل مېچ به(سبا)د شورو په ورځ كارډف كښې كېږي۔د سري لنكا ډله دا مهال د انګلينډ په دوره ده چرته چې هغوي د كوربه لوبډلې په ضد درې ټي 20 انټرنېشنل ميچونه به كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز وړومبے مېچ به د شورو په ورځ په صوفيه ګارډنر٬كارډف كښې كېږي۔انګلش ډله به د ايون مورګن په مشرۍ كښې لوبه كوي او د سري لنكا مشري به كوشال پريراليډ كوي۔د سيريز دوهم ټي 20 انټرنېشنل مېچ به د جون په 24مه نېټه ګارډف او درېم او آخري مېچ به د جون په 26مه نېټه سائو تهمپټن كښې كېږي