کابل۔20جون(اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت تخار كښې د پوليس او عسكريت خوښو ترمينځھ د نښتې پېښې په نتيجه كښې د 4 پوليس اهلكارو په شمول 11 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې د تخار ولايت سركاري وياند حامد مبارز ميډيا سره خبرو كښې ووئيل تېره ورځ د پوليس او عسكريت خوښو ترمينځه يوه نښته كښې د ضلعي پوليس مشر عبد الظاهر په شمول 4 پوليس اهلكار او 7 عسكريت خوښي ووژلې شؤ ۔ هغه زياته كړه چې د قندوز ولايت په امام صاحب اولسوالۍ كښې تېره شپه د امنتي پوځ او عسكريت خوښو ترمينځه د نښتو په نتيجه كښې درې وګړي مړه او 4 نور ژوبل شوي دي