صوبه كښې 3 لکھ 99 زره 231 وګړو ته كورونا نه د بچ كېدو وېكسين لګولې شوي دي۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګه

پېښور ۔20جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې له مخې صوبه كښې په مجموعي توګه 3 لکھ 99 زره 231 وګړو ته كورونا نه د بچ كېدو وېكسين لګولې شوي دي۔ د روغتيا څانګې رپورټ له مخې صوبه كښې د وېكسينېشن لړۍ روانه ده۔ د رپورټ له مخې 5 لکھ 81 زره 57 وګړو ته د سائنو فارم اولنې او 2 لکھ 57 زره 405 وګړو ته د سائنو فارم دويم خوراك وركړے شوے دے۔ دغسې 6 لکھ 57 زره 49 وګړو ته د سائنو ويك اولنے ، 63 زره 320 كسانو ته د سائنو ويك دويم او 1زر 999 ته كېن سائنو وېكسين لګولے شوي دي۔ د روغتيا محكمې له مخې صوبه كښې 1 لاک 44 زره 338 وګړو ته د اسټرازینیکا وېکسین اولنے خوراك وركړے شوے دے۔ 507 وګړو ته د اسټرازینیکا دويم وېكسين لګولے شوے او 2 زره 380 وګړو ته د پاك ویک اولنے ډوز لګولے شوے دے۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګې له مخې صوبه كښې 12 وګړو ته د فائزر وېكسين اولنے ډوز لګولے شوے دے۔