پېښور18جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا حكومت د مالي كال 22-2021 تاريخي بجټ 118.3 اربه روپۍ وړاندے كړے دے۔ كوم كښې چې 199 اربه روپۍ ضم شوې ضلعو لپاره او 919 اربه روپۍ صوبې لپاره اېښودلې شوې دي۔ د خزانې صوبائي وزير تېمورسليم جھګړا د جمعې په ورځ د مالي كال 22-2021 صوبائي بجټ وړاندې كړو۔ په بجټ كښې 371اربه روپۍ پرمختيائي منصوبو لپاره بېلې كړې شوي دي۔ د وفاق د ټېكس محصولاتو اندازه 475.6اربه روپۍ لګولې شوې ده او د بهرنۍ پرمختيائي مرستې په مد كښې د 88.8 اربه روپو ترلاسه كېدو هيله ده۔ ٬ په بجټ كښې د سركاري ملازمانو په تنخا كښې 37 فيصده او پهپنشن كښې لس فيصده اضافه تجويز كړې شوې ده۔ لږ نه لږ اجرت 21 زره روپۍ مقرر كړے شوے دے ٬ خطيبانو لپاره د مياشتنۍ شل زره روپو په مد كښې په بجټ كښې 2.6اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ په بجټ كښې بې وسو لپاره د وزيراعظم د احساس پروګرام او د يونيورسل هيلت انشورنس کوريج سره سره لس اربه روپۍ په غنمو سبسډي لپاره او لس اربه روپۍ بې وسه طبقو ته فوډ باسکټ وركولو لپاره بېلې كړی شوي دي۔ د صوبې معاشي بحالۍ لپاره لس اربه روپۍ مالي مرسته به د خېبربېنك د لارې وركولې شي كومې به چې د مېنځنۍ درجې صنعت كارو ٬ مېرمنو٬ اقليتونو ٬ ځوانانو او د كورونا ځپلې شوې سوداګرو ته معاشي بحالۍ لپاره وركولې شي ۔ د ضلعي پرمختيائي منصوبې په مد كښې 10.4اربه روپۍ به سږ كال مصرف كولې شي۔ په بجټ كښې معاشي هلې ځلېزياتولو له ټېكس كم كړے شوے او بې وزله اولس لپاره ګټور ګامونه پورته كړی شوي دي۔