افغانستان، د قندھار په ارګنداب اولسوالۍ كښې د كېنال جوړولو كار بشپړ شوے

کابل 17 جون (اے پي پي) د افغانستان د سوئيلي قندهار ولايت په ارګنداب اولسوالۍ كښې د كېنال جوړولو كار بشپړ شوے دے چې ورسره 5 زره 700 اېكړه زمكې ته اوبه رسولو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د كليوالو سيمو بحالۍ او پرمختګ وزارت وياند ميډيا ته ووئيل چې په ياده شوې اولسوالۍ كښې د 29 مېليونه آفغان كرنسۍ په لګښت د دې كېنال جوړولو كار ترسره شوے دے۔ ده ووئيل دې كېنال سره 5 زره 700 اېكړه زمكې ته د اوبو رسولو كښی مرسته ترلاسه شوې۔ دا به 23 زره 800 وګړو په ګټه وي۔