سعودي عرب، د نشه اي ګولو په سپلائۍ دوه خارجيان ونيول شول

رياض 16 جون (اے پي پي) د سعودي عرب په محائل عسير منطقه كښې پوليسو د نشه اي ګولو سپلائي كولو په جرم كښې دوه خارجيان نيولي دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د عسير منطقې پوليسو وېاند مېجر زېد الدباش ووئيل نيولو شويو څخه 618 نشه اي ګولۍ او 9480 ريال هم برآمد شوې دي