کابل ۔16جون (اے پی پی)د افغانستان په لوئيديز ولايت هرات كښی د ډزو پېښی په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 2 مېرمنې او 1 ماشوم مړ او 11 نور كسان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د دوهم وياند احمد ضيا حوالې سره وئيلي چې د صوبائي پلازمينې هرات ښار انجیل ضلعې نواب آباد كلي يو باغ ته د يوې كورنۍ 14 كسان سېل لپاره تلې وو۔ دا كورنۍ ناڅاپي د ډزو پېښې سره مخ شوه چې په نتيجه كښې ئې دوه مېرمنې او يو ماشوم مړ او نور 11 كسان ژوبل شول۔ د افغان نېشنل پولیس ژوبل شوي روغتون ته منتقل كولو سره د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې۔