مېکسیکو سټی ۔16جون(اے پی پی)مېکسیکو كښې د مال اوړونكي ټرېن پاټلۍ نه د كوزېدو پېښې په نتيجه كښی 2 كسان مړه او 3 نور ژوبل شول۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د پوليس وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا پېښه د جليسكو رياست په سان آئيسډرو ماز ښار كښې د سهار په وخت رامخې ته شوه۔ د رپورټ له مخې مال اوړونكے ټرېن په 12 ډبو مشتمل و۔ د مرستې كارمندانو مړي او ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړي دي۔ بلخوا اړوندو چارواكو د پېښې علت معلومولو له پلټنې پیل كړي دي۔