جکارته 16 جون (اے پي پي) انډونيزيا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس 9 زره 944 كېسونه راپور شوي چې ورسره په هېواد كښې د ځپليو كسانو مجموعي شمېره 19 لكه 37 زره نه زياته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صحت ځائي وزارت چارواكو ووئيل چې په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا له امله 196 نور كسان مړه شوې دي چې ورسره د كورونا له امله د مړو شمېره 53 زره 476 ته رسېدلې او د كورونا وائرس څخه 63 زره 870 كسان صحت مند شوې هم دي