د عراق په ختيځ دياله ايالت كښې په بمي چاودنه كښې 3 امنيتي اهلكار وژل شوي

بغداد 16 جون (اے پي پي) د عراق په ختيځ دياله ايالت كښې په بمي چاودنه كښې 3 امنيتي اهلكار وژل شوي دي. د چين خبري اژانس له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي چې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې پوځي ګاډې د باقوبه څخه 25 كلوميټره لرې په ګزمه و. په چاودنه كښې ګاډې په مكمل توګه تباه شوې او پكښې درې امنيتي اهلكار وژل شوي دي.