چاډ كښې د كان كنانو ګاډې په كان كښې چاودېدونكو توكو سره ټكر شو، پھ پېښه كښې 8 كسان مړه شوي

انجامينا 16 جون (اے پي پي) د مېنځنې افريقې په چاډ هېواد كښې د كان كنانو ګاډې په كان كښې چاودېدونكو توكو سره ټكر شوے او پھ پېښه كښې 8 كسان مړه شوي دي. د فرانس خبري اژانس له مخې د ولايت ګورنر علي مېدي كبير ووئيل چې پېښه په تبستي ولايت كښې په تانوا سيمه كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې 8 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي.