د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سي پېك ترسېوري لاندې برآمداتي صنعتونو كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ جاج اخستو غونډه ٬ په سپېشل اكنامك زونز كښې د برآمداتي صنعتونو جوړولو لپاره په بشپړه تګلاره بريفنګ

اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) د سي پېك ترسېوري لاندې په سپېشل اكنامك زونز كښې برآمداتي صنعتونو جوړولو له نېغ په نېغه د سرمايه كارۍ په تګلاره عملدرآمد پېل شوے دے۔ وزیراعظم د سي پيك په وخت سر ته رسېدل د حكومت تر ټولو وړومبي ترجيحاتو نه يو ترجيح ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې حكومت سپېشل اكنامك زونز كښی برآمداتي صنعت كښی سرمايه كارۍ ته وده وركولو له ګامونه پورته كوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سي پېك ترسېوري لاندې برآمداتي صنعتونو كښی د سرمايه كارۍ جاج اخستلو غونډه وشوه۔وفاقي وزيران شوكت فياض ترين ٬ شېخ رشيد احمد ٬ مخدوم خسرو بختيار ٬ علي زېدي ٬ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد ٬ د سي پېك اتھارټي لېفټېننټ جنرال (ر) عاصم سليم باجوده او اړوندو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ غونډه كښې د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر هم د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔غونډه كښی پاكستان كښې د درې لويو نړيوالو موبائل كمپنيو اسمبلي يونټس جوړولو او ددې ځائي كھپت او په برآمدات د مثبت اغېز نه هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم د سي پېك په وخت ترسره كېدل د حكومت اولنې ترجيح ګرځولو سره په دې خبره زور راوړو چې حكومت په سپېشل اكناكم زونز كښې برآمداتي صنعت كښی د سرمايه كارۍ ودې له ګامونه پورته كوي۔ برآمداتی صنعتونه به د روزګار موقعې رامخې ته كړي۔ دغسې معاشي حجم به زيات او قيمتي زر مبادلې سره سره به په عالمي منډيانو كښی د “مېډ ان پاکستان” برآنډ رسنه باوري كړي