کابل 15 جون (اے پي پي) افغانستان كښې عسكريت خوښې ډلې د پوليو په ډله بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې څلور وركران مړه او څلور ټپيان شوي دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د افغان امنيتي ځواكونو وياند فريد خان وئيلي دي چې د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار كښې د پوليو ډله كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي وركولو كښې بوخت وه چې په دې موقع د عسكريت خوښ ډلې د لاسې بم د لارې په دوي بريد وكړٶ چې په نتيجه كښې ئې څلور كاركنان په ټكي مړه او څلور ژوبل شول. د رپورټ له مخې په حق رسېدليو كښې درې مېرمنې هم شاملې دي۔ د صحت وزارت وياند عثمان طاهري ووئيل د پېښې نه پس د پوليو كمپائن په عارضي توګه بند كړے شوے۔ مرستندويه ډلو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي۔