ابوظهبی۔15جون(اے پی پی) پاکستان سپر لیګ كښې به (نن) د شورؤ په ورځ يواځني مېچ كښی د ملتان سلطانز او كوئټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځه مېچ ابوظهبي كښې كېږي۔ د پی ایس اېل 6 خوندورو مبارزو لړۍ په متحده عرب امارات كښې روانه ده۔ د لیګ 25م مېچ نن د شورؤ په ورځ د ملتان سلطانز او کوئټه ګلېډی اېټرز ترمينځه شېخ زېد سټېډیم، ابوظهبی كښی كولې شي۔ ملتان سلطانز لوبډله به د محمد رضوان او کوئټه ګلېډي اېټرز لوبډله به د سرفراز احمد په مشرۍ كښی مېدان ته كوزيږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې كوئټې په 7 مېچونو كښی يوازې يو مېچ كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔