ساؤتھمپټن۔15جون(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ فائنل د روانې مياشتې 18مې نېټې نه ساؤتھمپټن كښې پېل كېږي۔ په دې لويه مبارزه كښې د نيوزي لېنډ لوبډله د كين ولېمسن او هندي لوبډله د ويرات كوهلي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د آئي سي سي ترسېوري لاندې ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ كښې هند 17 كښې 12 مېچونه ګټلي او 520 پوائنټس سره ئې اولنے او نيوزي لېنډ 11 كښې 7 مېچونه ګټلي او 420 پوائنټس ترلاسه كولو سره ئې دويم پوزيشن ترلاسه كړے دے۔ د ټېسټ په نړيواله درجه كښې دا مهال نيوزي لېنډ په اولني او هند په دويم لمبر دے