چن ويكنګ په او آئي سي كښې د چين وړومبې استازې تعينات د كورونا وبا په مهال د اسلامي او په خاص توګه د غريب هېوادونو په مرسته كولو د چين هڅې د ستائنې وړ دي۔د اسلامي مرستې تنظيم

جده 15جون (اے پي پي) سعودي عرب لپاره د چين سفارتكار چن ويكنګ د اسلامي مرستې په تنظيم (او آئي سي)كښې د چين وړومبې استازې تعينات شوے دے۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د اسلامي مرستې تنظيم( او آئي سي)عمومي سېكرټري يوسف بن احمد العثيمين د چين استازې د تعيناتۍ باضابطه نوټيفيكېشن جاري كولو سره د كورونا وائرس وبا په مهال د اسلامي هېوادونو او په خاص توګه د غريب هېوادونو په مرسته كولو د چين مننه كولو سره وئېلي دي چې او آئي سي به چين سره اړيكو ته وده وركوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې ده ووئيل چې د كورونا وبا په مهال پھ دې سخت وخت كښې اسلامي هېوادونه په خاص توګه د غريب هېوادونو په مرسته كولو د چين هڅې د ستائنې وړ دي۔ په دې موقع د سعودي عرب لپاره د چين استازي چن ويكنګ وئېلي دي چې په دې وروستو كلونو كښې د چين او اسلامي هېوادونو ترمينځه شريك سياسي مرسته او كلتوري تبادلې مضبوطې شوې دي