لاؤس، د سختو بارانونو او سېلاب له امله درې زره كسان ځپل شوي

وينټيئين 15 جون (اے پي پي) د اسيائي هېواد لاؤس په زيابوري ولايت كښې يو شمېر كليو كښې د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې درې زره كسان ځپل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د لاٶس د زيبوري نائب والي فېتفکسي سُونويل وئيلي دي چې د سول٬ پوځي انتظاميې سره سره رضاكار 24 ساعته د دې ځپل شويو كورنيو مرسته كوي٬ د يادونې وړ ده چې د مېنځني شمالي لاٶس ځينې برخې هم سېلاب ځپلې دې