په چټو دي ګلي روډ ترافيكي پېښه ٬ يو تن مړ

اېبټ آباد۔15جون(اے پی پی) اېبټ آباد كښې په چټو دي ګلي روډ د يو جيپ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو تن مړ شوے دے۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122ډله او ځائي پوليس اهلكار د پېښې ځائې ته ورسېدل او د حق رسېدلي تن مړې ئې كندې نه ويستلو سره نزدې روغتون ته منتقل كړو۔ كوم چې د ضروري قانوني كارروائۍ نه وروستو وارثانو ته وسپارلې شو