واشنګټن ۔15جون(اے پی پی) امريكې په سعودي عربستان د حوثي ياغيانو بريد سخته غندنه كړې ده د كومې له امله چې يو سكول ته زيان رسېدلے دے۔ د عرب نيوز له مخې د امريكې خارجه څانګې يو بيان كښې وئيلي دي چې دا ډول بريدونه د سكول كوچنيانو سره سره د وګړو ژوند هم خطر سره مخ كوي۔ مونږ د دې بريد غندنه كښې نورو هېوادونو سره شامل يؤ۔ د امريكې خارجه څانګې خپل بيان كښې حوثيانو څخه د تل پاتې جنګ بندۍ غوښتنه هم كړې ده۔ دې نه وړاندې سعودي عربستان كښې د فرانس سفير د حوثيانو بريد بې رحمه كارروائي ګرځولې وه۔ بلخوا متحدہ عرب امارات، بحرېن، عرب پارلیمنټ او اسلامی کانفرنس تنظیم ( او آئی سی)هم د حوثيانو د بريد غندنه كړې ده۔