ریاض۔15جون(اے پی پی) د سعودي فضائي كمپنۍ ناس ايئر د يوكرېن دوه ښارونو لپاره د نېغ په نېغه پروازونو چلولو اعلان كړے دے۔ د سعودی ورځپاڼې لمخې د جولائي 3 مې نېټې څخه به اونۍ كښې دوه پروازونه رياض نه لفيف لپاره چلولې شي۔ دې نه وړاندې ناس ایئر د جولائي 2 مې نېټې نه يوكرېني پلازمينه كېف لپاره اونۍ كښې نېغ په نېغه د درې پروازونو پېل كولو اعلان كړے و