وېتنام ٬ كور كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 6 كسان مړه

هنوئی۔15جون(اے پی پی) د وسطی وېتنام په نګے اېن صوبه كښې په يو كور كښ د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د وېتنام ځائي ابلاغ ذريعو حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د ځائي وخت له مخې د ورځې 12 بجې د نګے اېن صوبې ونه ښار كښې په يو درې منزله كور كښې ناڅاپي د اور لګېدو له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې كور كښې موجود 6 كسان سوزېدو سره مړه شول۔ په اور قابو موندلو له د فائر برګېډ ګاډي د پېښې ځائ ته ورسېدل او دغسې نزدې 100 فائر فائټرز سره سره پوځي اهلكار هم د پېښی ځائې ته ورسېدل ولې دوئي كور كښی د ګېر شويو كسانو ژوند بچ كولو كښې ناكامه شول