ځينې شرخوښي كورونا ختمېدل نه غواړي۔ سپيكر مشتاق غني

پېښور ۔14جون (اے پی پی) د پاکستان ګېسټرروینولوجی اېنډ لیور ډیزیز سوسائټی خیبرپختونخواخوا صوبائي صدر ډاكټر جبران ايوب په مشرۍ كښې د ډاكټرانو يو پلاو د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی د معدې په رنځونو او د کووېډ 19 په شمول د صحت عامه په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشر د معدې رنځونو خطرې كمولو له د زيات فلټرېشن پلانټ لګولو په حاجت زور راوړو۔ سپیکر مشتاق غنی ووئيل آئمه كرام د وېکسینېشن حوالې سره مهم كردار ترسره كولے شي۔ هغه ووئيل اولس له به د بې بنسټه ډنډورو نفي كول وي۔ هغه ووئيل په ټولنه كښې ځينې شرخوښې عناصر نه غواري چې كورونا ختمه شي۔ هغه ووئيل دا وائرس به هله ختم شي كله چې د پروردګار فضل وشي او بيا اولس په حكومتي اېس او پيز عملدرآمد وكړي او خپل حفاظت لپاره وېكسينېشن وكړي۔ اسپیکر مشتاق غنی پلاوي ته يادګري شيلډ وړاندے كړو۔