کوهستان لوئر۔ 14 جون (اے پی پی) په كوهستان ضلع كښې په لويه كچه د كورونا وېكسينېشن عمل روان دے۔ کورونا سنټرز، جوماتونو او بازارون كښې كورونا وېكسينېشن لپاره عمله هر وخت موجود وي۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د كوهستان لوئر ډپټي كمشنر سېد سېف الاسلام شاه ضلعي پوليس افسر ذوالفقار خان جدون سره د ټولو كورونا سنټرز ٬ جوماتونو او بازارونو دوره وكړه او د وېكسينېشن عمل جاج ئې واخست۔ هغه ټولو وګړو ته د وېكسين لګولو تلقين هم وكړو۔