برازيليا 14 جون (اے پي پي) په کوپا امريکا فټ بال چيمپئن شپ 2021 وړومبي مېچ كښې برازيل د وينزوېلا او کولمبيا د اېکواډور لوبډلې ته ماتې وركړې. د ساوته امريکا فټ بال کنفيډرېشن تر سېوري لاندې د کوپا امريکا په 47م اېډيشن په برازيل كښې پېل شوې۔ په نېشنل سټيډيم برازيليا كښې د پېل شوي چيمپئن شپ په ګروپ بي كښې په وړومبي مېچ كښې دفاعي چيمپئن برازيل د وينزويلا لوبډلې ته په آسانۍ سره ماتې وركړې او د دې ګروپ په دوېم مېچ كښې کولمبيا د اېکواډور لوبډلې ته د سختې مقابلې نه پس د نشت په مقابله كښې په يو ګول ماتې وركړې