پېښور 13جون (اے پي پي)د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې حكومت هېواد د ستونزو څخه ويستلو سره درېم متوازن بجټ وړاندې كړې٬دا بجټ په حقيقي معنو كښې اولس دوست او ټېكس فري بجټ دے كوم سره چې د اپوزېشن ګوندونو دعوې په داګه شوې دي٬ مولانا فضل الرحمان د نواز شريف او آصف علي زرداري د كورنيو لخوا لوټ شوې دولت بچ كولو لپاره پي ډي اېم كاروي ٬هېواد سره چې كومه لوبه كوي د هغوي دا ارمان به كله هم پوره نه شي۔هغه مانكي شريف كښې د قيوم خان خټك حجره٬ايوب ټهيكدار حجره ٬خان زمان ٬غلام خان هركلو او شموليتي غونډې ته د خاص مېلما په توګه خطاب كولو۔په دې موقع اېم اېن اے ډاكټر عمر خټك٬اے پي اے ابراهيم خټك٬اسحاق خان خټك هم وېنا وكړه۔پروېزخټك ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬هېواد د بحرانونو څخه ويستلو يوازنې حل وزيراعظم عمران خان سره دے٬اپوزېشن دې د نه منلو پالېسي پرېښودلو سره د هېواد د ګټې سياست وكړي٬د وزيراعظم عمران خان حكومت به خپل پنځم بجټ هم وړاندې كوي او په كال 2023 كښې به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته مخامخ كېږي۔ اپوزېشن دې د كال 2023 ټاكنو تيارۍ وكړي۔ اوس د پي ډي اېم هم خيال ګوندونو اے اېن پي او پي پي پي اولس ته سلام٬دوي د ډوډۍ٬جامې٬كور٬پښتون او د قائداعظم په نامه اولس ته نورې دهوكې نه شي وركولې۔