د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون او پي ډي به(نن)پرانستل شي

پیښور 13جون (اے پي پي) د كورونا په كيسونو كښې د كمي راتلو نه پس د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون او پي ډي به(نن)د ګل په ورځ پرانستل شي۔د روغتون وياند له مخې د كورونا زياتېدونكي كيسونه په نظر كښې ساتلو سره د تېرو دريو مياشتو څخه د روغتون او پي ډي بند ساتلې شوې وه خو اوس په صوبه كښې د مثبت كيسونو شمېرې كمېدو سره د روغتون او پي ډي محدود رنځورانو لپاره پرانستل كېږي