منيلا 13جون (اے پي پي) په فلپائن كښې امنيتي ځواكونو سره د ډزو په تبادله كښې څلور وسله وال وژل شوي۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سوئېلي فلپائن په سولو ولايت كښې د اتوار په ورځ د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمينځه د ډزو تبادله شوې او په نتيجه كښې يې څلور وسله وال وژل شوي۔د فلپائن چارواكو له مخې امنيتي ځواكونو د وسله والو د پټو اډو څخه په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې دي