د ويسټ انډيز او سوئېلي افريقې ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د جون په اتلسمه نېټھ پېل كېږي

سينت لوشيا 13جون (اے پي پي) د ويسټ انډيز او سوئېلي افريقې ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د جون په اتلسمه نېټھ په ډېرن سمي نېشنل سټېډيم ګراس آيلټ كښې پېل كېږي۔د سوئېلي افريقې مېلما لوب ډلې د دوه ټېسټ ميچونو په سيريز كښې وړومبې مېچ ګټلې دې۔د ټېسټ ميچونو د سيريز نه پس به د دواړو لوب ډلو ترمينځه 5 ټي 20 ميچونه هم كېږي۔وړومبې مېچ به د جون په 26مه نېټه كېږي۔