د پاكستان ٬ ايران او تركيه ټرانزټ ټرېن منصوبه بيا بحالولو په اړه غونډه

پېښور ۔11جون(اے پی پی)9 كاله پس د پاكستان ، ایران او ترکيه ټرانزټ ټرېن منصوبه يو وارې بيا بحالولو په اړه مهمه غونډه فېډریشن آف پاکستان چېمبرزآف کامرس اېنډ انډسټری ریجنل آفس پېښور كښې وشوه۔ غونډه كښې د سارک چېمبرنائب صدر حاجی غلام علی، د ایف پی سی سی آئی نائب صدر محمد زاہد شاہ، د کے پی بی اوآئی ټی چیف ایګزیکټیو حسن داؤد بټ ، د کے پی بی آئی ټی ډائرېکټر صادق حسین، د هارون برادرز پرائیوېټ لمیټډ کمپنۍ ډائریکټر نوابزادہ فیروز خان ، د اېف پی سی سی آئی جنرل باډی غړي معمورخان، د اپسیاء چیئرمین مشتاق احمد، د اېف پی سی سی آئی اېګزېکټیو غړي منهاج باچا، د چارسدہ چیمبر صدر ډاکټر احمد رضا، د صوابی چېمبر سېکرټری محمد سلمان په شمول د بزنس کمیونټی، چیمبرز غړو او ګڼ شمېر ګډز ټرانسپورټرانو ګډون كولو۔ د اېف پی سی سی آئی نائب صدر محمد وئيلي د پاکستان، ایران او ترکيه ټرانزټ ټرېن منصوبه سوداګرې ورورولۍ ستائلې او ګاونډيانو هېوادونو سره تجارتي رابطې بحالولو او د تجارت واليوم سوا كول د منطقې هېوادونو لپاره ضروري ده۔ پاکستان، ایران او ترکی ټرانزټ ټرین منصوبه به خپل منځه تجارت لپاره يو سنګ ميل ثابت شي۔