بايد د پاکستان او امریکې ترمېنځه ټولې چارې د خبرو اترو د لارې هوارې كړې شي

APP39-19 ISLAMABAD: May 19 - US Special Representative for Afghanistan and Pakistan, Ambassador Richard G. Olson along with US Ambassador David Hale called on Interior Minister, Ch. Nisar Ali Khan at Punjab House. APP

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان د امريكې لخوا پاكستان ته د اېف 16 فنډنګ بندولو په پاليسۍ د تحفظاتو څرګندونې سره وئيلي دې د دې باوجود مونږ غواړو چې د پاکستان او امریکې ترمېنځه ټولې چارې د خبرو د لارې هوارې كړې شي ۔ د داخله وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې پاكستان او افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي رچرډ اولسن او امریکي سفیر ډېووډهیل سره په ملاقات كښې كړې۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو په اړيكو٬ دوه اړخيزه مرسته ٬ د منطقې په مجموعي وضعه او په خاص توګه د افغانستان په وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه