ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه 37 لكه 88 زره نه كسان مړه شوي ٬ د ځپليو شمېره د 17 كروړه 56 لكه نه زياته شوه

واشنګټن، نوے ډيلے، ريوډي جنيرو 09 جون (اے پي پي) هند، امريکا او د برازيل پشمول ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباء څخه 37 لكه 88 زره نه كسان مړه شوي او د ځپليو شمېره د 17 كروړه 56 لكه نه زياته شوې او دا شمېره پرله پسې زياتېږي۔ هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 91 زره نه زيات نوي كېسونه رېكارډ شوي۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مصدقه ځپليو شمېره 175626925 ته رسېدلې ، او په وائرس ځپليو هېوادونو كښې تر اوسه 3788966 كسان مړه شوي٬ ګرده نړۍ كښې د فعاله كېسونو شمېره 12341567 ده، د كرونا وائرس وبا څَخه امريكا د ټولو نه زيات ځپلے هېواد دے چې په سبب ئې ګرد هېواد كښې د كرونا له امله په مجموعي توګه د مړو كسانو شمېره د نړۍ د نورو هېوادونو نه زياته ده٬ برازيل د کرونا وائرس مرګونو په لحاظ سره دوېم او د رنځورانو په لحاظ سره درېم هېواد دے دغسې هند د كرونا وائرس د ځپليو شمېرې په لحاظ سره دوېم او مېكسكو د مرګونو په اعتبار سره درېم سخت ځپلے هېواد دے