د چين ينان ولايت كښې د 5.1 شدت زلزله،2 كسان ژوبل، 2669 كورنو ته زيان رسيدلے

بيجنګ 11 جون (اے پي پي) د چين سوئيلي لويديز ولايت ينان شوانګ بائي کائونټي كښې د 5.1 شدت زلزلې په نتيجه كښې 2 كسان ژوبل شوي دغسې 2669 كورونو ته زيان رسيدلے۔ د چين خبر رسني ادارې له مخي ځائې حكومت 3 زره 420 كسانو مرستي لپاره لس لكهه يوان بيل كړي ۔ د سيمي وګړو له خيمې ، لحاف ، بسترې او وريژي وركړې شوي