بيجنګ 10 جون (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند وانګ وين بين وئيلي دي د جاپان او آسټراليا لخوا وركړے بيان د “چېن خطره” د چين بدنامولو او د چين په كورنيو چارو كښې لاس وهنه كول دي ٬ چين د دې سخت مخالفت كوي۔ د چين راډيو له مخې د جاپان او اسټراليا خارجه او د دفاع وزيرانو د خپلو خبرو اترو نه پس جاري شريك بيان كښې د سمندري چارو پحقله د چين دريځ او كاروائيو مخالفت او په سنكيانګ او هانګ كانګ په چارو د تشويش څرګندونه كړې ۔ د يو خبري كنفرنس په مهال د دې بيان په ځواب كښې د چين وياند ووئيل د بحيره سوئيلي چين جزيرې او خوا وشا سمندري سيمې جزيره دياٶ يو واك اختيار د چين سره دے او په دې كښې د شك ګنجائش نشته،۔ ده ووئيل چين د واك اختيار ٬ امنيت او د پرمختګ د مفاداتو د تحفظ پوخ عزم لري۔ وياند ووئيل مونږ په جاپان او اسټراليا زور راوړو چې ھغوي د نورو هېوادونو د واك اختيار احترام، په كورنيو چارو كښې د لاس نه وهلو او د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيكو د بنيادي اصولو تر مخه د مداخلت نه ډډه وكړي او په منطقه كښې امن او استحكام ته زيان ونه رسوي