بټګرام ترافيكي پېښه كښې د يوې مېرمنې پشمول 2 كسان مړه ٬ 7 ژوبل

بټګرام ۔10جون (اے پی پی) بټګرام كښې په بټه موړي روډ د مسافرو جيپ برېك فېل كېدو له له امله ژورې كندې ته پرېوتے چې په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې په شمول 2 كسان مړه او 7 نور ژوبل شوي ۔ د رېسکيو1122 له مخې د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د مرستې ډله د پېښې ځاے ته رسېدلې او د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوي كسان ئې ډسټركټ هېډكوارټر بټګرام ته رسولي ۔ پېښه كښې د ژوبل شوو دوو كسانو حالت اندېښمن ښودلے شي