نوابزاده ګهرام بګټي د وزيراعليٰ بلوچستان صلاحكار غوره كړے شو

کوئټه 10 جون (اے پي پي) نوابزاده ګهرام بګټي د وزيراعليٰ بلوچستان صلاحكار غوره كړے شوے۔د زيارت په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د بلوچستان حكومت ًد رولز آف بزنس 2012 له مخې ګورنر امان الله خان ياسين زئي د وزيراعليٰ جام کمال خان په سپارښتنه د جمهوري وطن پارټۍ د صوبائي اسمبلۍ غړے ګهرام بګټي د وزيراعليٰ صلاحكار غوره كړے او ده ته د صوبائي وزير برابر اختيار وركړے شوے