رياض 10 جون (اے پي پي) د سعودي عرب وړومبے ګڼ اړخيزه (همه جهت) فلم “الرحلة” به په 17م جون ريليز كېږي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي فاکس سنيما ګروپ په دې لړ كښې ووئيل فلم به د جون په اوولسمه نېټه د شېډول له مخئ ريليز كېږي او په يو څو ورځو كښې به د فلم د ټكټونو بكنګ اعلان كړے شي۔ فاکس سنيما ګروپ د فلم تشهير كولو سره خپل ټويټ كښې ووئيل د جاپان په مرسته 4 ډي اېكس ټيکنالوجۍ سره جوړ كړے شوے وړومبنے سعودي ډائنامك فلم د يو بې مثاله تخليقي وژن سره د تاريخي او خيالي واقعاتو مجموعه ده