انقره 10جون (اے پي پي) د ترکيه حکومت هيله څرګنده كړې چې په راتلونكې اوونۍ كښې د لويديز دفاع اتحاد ناټو د مشرانو كنفرنس په مهال به د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د امريكې خپل هم منصب جوبائيډن سره د ملاقات به ګټورې نتيجې رامخئ ته شي ۔ د ترکيه خارجه وزير مولود چاوش اولو په انقره كښې وئيلي دي د دواړو اولس مشرانو دا ملاقات به ډېر مهم وي٬ د ملاقات په مهال به د سوريه٬ افغانستان او نورو بحرانونو ځپليو منطقو په صورتحال خبرې كېږي۔ د يادونې وړ ده امريكا او تركيه په يو شمېر چارو واضح اختلافات لري