واشنګټن۔10جون(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېرو 3 كروړه 42 لكه 64 زره نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه تر دې دمه 6 لکه 13 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 34264727 ته رسېدلې ۔ د امريكې د روغتيا څانګې چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شمېره 5397142 ده او د دې د لاسه تر دې دمه په مجموعي توګه613494 كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د دې ناروغتيا نه تر دې دمه 28254091 كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي د امريكې په ځينو رياستونو كښې د كورونا وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ امريكا نړۍ كښې د كورونا وائرس د لاسه تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دےِ ۔ امريكا كښې د كورونا اولنے كېس د تېر كال جنورۍ مياشتې په 22 مه نېټه رامخې ته شوے ؤ۔ امريكا كښې تر دې دمه 30 کروړه 39 لكه نه زياتو وګړو ته وېكسين لګولې شوي