د اپوزېشن د ټيکنالوجۍ څخه انکار د ټګۍ والا سسټم غوښتل دي ،د څيزونو او سروس معيار د نړۍ سره سمولو له د پېنيك ادارہ مهمه ده، د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز دستوري ته وينا

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي د څيزونو او سروس معيار د نړۍ سره سمولو لپاره د پېنيك اداره مهمه ده۔ د سائنس او ټيکنالوجي وزارت نوي اليکټرانك ووټنګ مشين جوړول پيل كړي۔د اليکشن کمېشن معيار له مخي به نوے اليکټرانك ووټنګ مشين په يوه مياشت كښې جوړ شي۔دوه كاله ستونزو كښې ؤ اوس حالات ښه كيږي۔د هېواد معيشت كښې تندۍ سره ښه والے راځي۔اپوزيشن په هېواد كښې ټګۍ والا نظام غواړي۔د شورو په ورځ د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز ورلډ ايکريډيټېشن ډے په اړه دستوري ته وينا كښې ووئيل د څيزونو او سروس معيار د نړۍ سره سمولو له د پېنيك ادارہ اهميت لري۔ده ووئيل د وزيراعظم مشن دے چې پاکستان مخ په وړندي لاړ شي،په دې لړ كښې به مونږ له اداري قوي كول وي او د هغي پيشه وره صلاحيت به زياتول وي۔ مونږ له به ټول ضروري څيزونو تعين کول وي دغسې چې د هېواد په كچه معياري څيزونه ترلاسه شي۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل مونږ له به د څيزونو د معيار په اړه وګړو كښې خبرتيا پيدا كول وي۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان نېشنل ورلډ ايکريډيټيشن کونسل ادارہ برآمدات زياتولو كښې مهم كردار ترسره كوي،دا ادارہ به د پاکستانو څېزونو معيار ڼړېوالې كچې ته رسوي۔ ده وئيل مونږ به ادارې فعاله كوو او د هغي استعداد او معيار به ښه كوو