د هېواد استحکام، تحفظ او سلامتيا لپاره ټول قوم يو موټے دے، پاکستان د كشمير او فلسطين په مسئله د خپل موقف څخه يو انچ هم په شا كيدو له چمتو نه دے، د حافظ طاهر اشرفي ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص نمائنده او د پاكستان علماﺀ كونسل چئيرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د هېواد استحکام، تحفظ او سلامتيا لپاره ټول قام يو موټے دے، پاکستان د فلسطين او کشمير مسئلې په اړه د خپل موقف څخه يو انځ هم په شا كيدو له چمتو نه دے ،مونږ له به په ګډه د پاكستان په ضد روان سازشونه ناكامه كول وي، پاکستان افغانستان كښې امن غواړي، 40 كلونو راهسې دا سيمه قرباني وركوي۔دا خبره ده د شورو په ورځ د پاکستان علماﺀ کونسل مرکزي مجلس شوريٰ غونډې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل هېواد كښې د پاکستان علماﺀ کونسل د اړخه علماﺀ او مشائخ کنونشن به كولې شي۔ده په ډاګه كړه چې د هېواد سلامتيا، استحکام لپاره علماﺀ او مشائخ او اولس هيڅ سمجھوته نشي كولې۔ده ووئيل په پاکستان د فشار اچولو هڅي كيږي خو پاکستان د فلسطين او کشمير په مسئله د خپل موقف څخه نه شي په شا كيدے۔ده ووئيل د رايو څرګندوني آزادي او د صحافت په آزادۍ مونږ په ماضي كښې هم يو وؤ او نن هم يوو خو د اظهار آزادۍ په نامه غلط كار نه شو زغملے۔ده ووئيل د اسلامي تشخص په هر سطح تحفظ زمونږ قامي، ديني، اسلامي او ملي ذمه واري ده۔ده ووئيل د پاکستان په خاوره د امريكې د اډو تصور هم نه شي كيدې او نه د دې اجازه وركړې كيدې شي