د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډا پور سره د المان سفير ملاقات ، د كشمير مسئلې ، د سيمي په امنيتي صورتحال د خيالاتو څركندونه

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډا پور سره پاکستان كښې د المان سفير برنارډ شليګ هيك ملاقات كړے ،ملاقات كښې د كشمير مسئلي پشمول د سيمي په مجموعي سلامتيا صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع علي امين ګنډا پور ووئيل هند په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي،هند د مقبوضه کشمير ډيمو ګرافي بدلولو هڅي كوي، نړيواله ورورولي دي هند د انسانيت په ضد ناوړه جرمونو څخه منع كړي۔علي امېن ګنډا پور ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخي د كشمير مسئلې امناكه حل غواړي،حکومت په لائن آف کنټرول د شهري ودانۍ حفاظت او سلامتيا لپاره درې اربه روپو پروژه پيل كړې ، د آزاد کشمير ټولي آبادۍ له به هيلتھ کارډ وركولې شي۔علي امېن ګنډا پور ووئيل وفاقي حکومت د ګلګت بلتستان بيلو څانګو پرمختګ لپاره 370 اربه روپو پرمختيائي پروژي پيل كړي،ميګا ترقياتي پيکج به ګلګت بلتستان معاشي سوكالۍ له ګيم چينجر ثابت شي۔ د المان سفير په دې موقع ووئيل ګلګت بلتستان كښې د سيلګرۍ پرمختګ لپاره پورته كړي حكومتي اقدامات به مهم ثابت شي،د المان حکومت به د ګلګت بلتستان سماجي او معاشي پرمختګ له مرسته كوي