بيونس آئرس 09 جون (اے پي پي) ارجنټائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس 31 زره 137 نوې كېسونه راپور شوي او دې نه پس ګرد هېواد كښې د كرونا ځپليو مجموعي شمېره د څلور مېليونه نه زياته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صحت ځائي چارواكو وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال 722 نور كسان مړه شوي چې ورسره د مړو كسانو مجموعي شمېره 82 زره 766 ته رسېدلې او تر اوسه په ګرد هېواد كښې 35 لكه 85 زره 811 كسان صحت مند شوي۔ چارواكو له مخې په هېواد كښې 15 مېليونه كسانو ته وېكسېنېشن شوي چې پكښې 3.1 مېليونه كسانو ته دوېم او 11.8 مېليونه كسانو ته وړٶمبے خوراك وركړے شوے