د كال 21-2020 اقتصادي جائزه رپورټ (نن) جاري كولے شي٬ په اكنامك سروے كښې به د سږني مالي كال د بېلا بېلو معاشي څانګو د كاركردګۍ احاطه كولې شي

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د كال 21-2020 اقتصادي جائزه رپورټ (نن) جاري كولے شي٬ په اكنامك سروے كښې به د سږني مالي كال د بېلا بېلو معاشي څانګو د كاركردګۍ احاطه كولې شي۔ د منصوبه بندۍ ډويژن رپورټ له مخې روان مالي كال لپاره د قامي معيشت شرح نمو 3.94 فېصد امكان دے چې بنيادي سبب ئې كركيله٬ صنعت او د خدمات په څانګو كښې په ترتيب سره 2.77 فيصد٬ 3.57 فيصد او 4.43 فصده شرح نمو ده٬ د يادونې وړ ده د تېر مالي كال په مهال د هېواد د معيشت نظر ثاني شوے هدف منفي 0.47 فېصد ؤ ٬ د مالي كال 21-2020 په مهال په زرعي څانګه كښې شرح نمو 2.77 فيصد امكان لري چې بنيادي سبب ئې د لويو او مهمو فصلونو پېداوار كښې 4.65 فېصد شرح نمو ده٬ سږ كال د غنمو٬ ګنو او د جوارو په پېداوار كښې پرله پسې 8.1 فيصد٬ 13.6 فېصد ٬ 22.0 فيصد او 7.38 فيصده اضافه شوې خو د پومبي پېداوار كښې 22.8 فيصد كمے راغلے٬ د تېر مالي كال په مقابل كښې په نورو فصلونو كښې د مېوو ٬ سبزو او څاروو خوراك پېداوار كښې 1.41 فيصده شرح نمو رېكارد كړې شوې او د لائيوسټاك په څانګه كښې شرح نمو 3.1 فيصد او د ځنګلات په څانګه كښې 1.4 فيصده شرح نمو ريکارډ شوې ٬ دغسې په صنعتي څانګه كښې په مجموعي توګه د شرح نمو اندازه 3.57 فيصد لګولې شوې چې بنيادي سبب ئې د اېل اېس اېم په څانګه كښې رېكارډ شوې 9.29 فيصده شرح نمو ده ۔ دغسې د سږني كال په مهال د غېر حتمي شمېرو له مخې د خدمات په څانګه كښې شرح نمو 4.43 فيصده امكان لري۔ د تېر مالي كال په مقابل كښې سږ كال په ماركيټ كښې د موجوده بيعې تنانسب څخه د جي ډي پي حجم 14.8 فيصده شرح نمو سره 41 زره 556 اربه روپو په مقابل كښې د 47 زره 709 اربه روپو اندازه لګولې شوې چې په نتيجه كښې به ئې د روپۍ په قدر كښې سړي سر كلن امدن 14.6 فصيده اضافې سره د هېواد سړي سر كلن آمدن دوه لكه 15 زره 60 روپو په مقابل كښې دوه لكه 46 زره 414 روپۍ او دغسې كلن آمدن كښې 13.4 فصده زياتوالي سره د 1361 ډالرو په مقابل كښې تر 1543 ډالره اندازه لګولې شوې ۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل اكنامك كونسل په اوسنۍ غونډه كښې د راتلونكي مالي كال پرمختيائي بجټ 2120 اربه روپو كولو او د شرح نمو هدف 4.8 فيصد منظور كړے شوے٬ د مالي كال 21-2020 لپاره د مېكرو اكنامك فرېم ورك هم منظور كړے شوے او راتلونكي كال لپاره د شرح نمو هدف 4.8 فيصده د مقرر كولو منظوري هم وركرې شوې ٬ په راتلونكي مالي كال كښې د كركيلي هدف به 3.5 فيصد ٬ د صنعتي څانګې 6.5 فيصد او د خدمات د څانګې 4.8 فيصد وي۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا مالي كال 22-2021 لپاره پبلك سېكټر ډويلپمنټ پروګرام وړاندې كړے شوے ٬ د اوسني مالي كال لپاره نظر ثاني شوے پرمختيائي بجټ د اندازو له مخې 1527 اربه روپۍ ؤ او د مالي كال 22-2021 لپاره پرمختيائي بجټ 2122 اربه روپۍ د مقرر كولو منظوري وركړې شوې ٬ د پي ايس ډي پي حجم به 900 ارب روپۍ وي٬ په دې كښې 244 اربه روپۍ ټرانسپورټ اېنډ كميونيكېشن٬ 118 اربه روپۍ توان، 91 اربه روپۍ آبي وسائل، 113 اربه روپۍ سوشل سيکټر، 100 اربه روپۍ علاقائي مساوات، 31 اربه روپۍ سائنس اينډ ټيکنالوجي او آئي ټي سيکټر، 68 اربه روپۍ اېس ډي جيز او 17 اربه روپۍ په پروډوکشن سېكټر د خرڅ كولو منصوبه بندي شوې ٬ د پي اېس ډي پي په محور كښې به د انفراسټرکچر بهترۍ، د آبي وسائلو پرمختګ ، د سوشل سيکټر بهتري، سيمه ايز مساوات، سکل ډويلپمنټ، سائنس اينډ ټيکنالوجي او د آئي ټي وده او د ماحوليات پحقله اقدامات شامل وي۔ پي اېس ډي پي كښې د حكومتي پاليسۍ له مخې د ھغه سيمو ضرورتونه به ترسره كولے شي كومې چې وروستو پاتې دي٬ په دې لړ كښې سوئيلي بلوچستان، د سندھ ځينې ضلعې٬ ګلګت بلتستان لپاره مناسب فنډ بېل كړے شوے ٬ د سوئيلي پنجاب ضلعو انفراسټرکچر منصوبو لپاره هم فنډز مختص كړے شوے ٬ دغسې ضم شوو سيمو لپاره 54 اربه روپۍ بېلې كرې شوي ٬ سوشل سيکټرز كښې د لوړو زده كړو كمېسون لپاره 42 اربه روپۍ اېښودلې شوي٬ د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ قيام نه پس د يو شمېر منصوبو په بشپړولو كار روان دے٬ په دې منصوبو كښې د سکھر حېدرآباد موټر وے، د سيالکوټ کھارياں موټروے منصوبه په اېډوانس سټېج كښې ده او نورې منصوبې چې پكښې د كراچۍ سركلر رېلوے ، د کے پي ټي پپري فريټ کوريډور، د کھارياں پېنډۍ موټروے ، د بلکسر ميانوالي سړك د کوئټه کراچۍ چمن هائي وے منصوبو پېل به هم سږ كال كېږي۔ حکومت په وړومبي ځل پي اېس ډي پي كښې د وي جي اېف (وائيبيلټي ګيپ فنډ) لپاره 61 اربه روپۍ مختص كړي دغسې چې د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ ماډل له مخې د منصوبو په كاميابۍ سره بشپړېدل باوري شي او په پرمختيائي منصوبو د عملدرآمد رفتار تند كړے شي۔