قامي اسمبلي د سپيكر ٬ د سېنېټ چیئرمېن٬ دوهم سپيكر ‘ د سېنېټ دوهم چیئرمېن او د پارلمان غړو تنخاګانو او لاٶنسزونو پحقله د قائمه كمېټۍ راپور منظور كړو

اسلام آباد 19 مئي(اے پي پي) قامي اسمبلي د سپيكر ٬ د سېنېټ چیئرمېن٬ دوهم سپيكر ‘ د سېنېټ دوهم چیئرمېن د پارلمان غړو د تنخاګانو او لاٶنسزونو پحقله د قائمه كمېټۍ راپور منظور كړې دې ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې قواعد او استحقاقا لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن محمود بشیر ورك ياد شوې راپور ايوان ته وړاندې كړو۔ ده تحريك وړاندې كړو چې په راپور دې سمدستي غور وكړې شي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د تحريك منظوري وركړې ۔ محمود بشیر ورك تحريك وړاندې كړو چې د قائمه كمېټۍ خاص راپور دې منظور كړې شي او دغسې قامي اسمبلۍ راپور منظور كړٶ۔ ده ووئيل د پارلماني غړو تنخاګانې او الاٶنسونه كم دي ٬دا د سېكتر د تنخا او مراعاتو نه هم كمے لري ٬ مونږ د منطقې د هېوادونو د پارلماني غړو د مراعات او تنخاګانو جاج اخستو نه پس دا راپور جوړ كړې