د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد سره د كارپټ ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات

لاهور 09 جون (اے پي پي) وزير اعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد سره د پاكستان كارپټ مينوفيكچررز اينډ يوسپورټرز ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات كړے او مينو فيكچررز او برآمد كوونكو ته د پېښو ستونزو او غوښتنو څخه ئې په تفصيلي توګه خبر كړے۔ د ګروپ ليډرعبد اللطيف ملك ، د ايسوسي اېشن سينئر وائس چيئرمېن رياض احمد او عثمان اشرف د تجارت صلاحكار خبر كړو چې د لاسو جوړو قالينونو خام مال په خصوصي توګه افغان كډوال جوړوي داو بيا ئې پاكستان درآمد كوي، دلته موجود پاكستاني هنرمندان پاتي مراحل ترسره كولو سره هغه بشپړوي كوم چې بيا د نړۍ بيلو هېوادونو ته لېږلې شي او د هېواد لپاره قيمتي زرمبادله پرې تر لاسه كيږي۔دوي د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد څخه غوښتنه وكړه چې د طورخم د لاري افغانستان څخه د خام مال په درآمد ټول ډيوټيز او ټيكسز دې په بشپړه ډول ختم كړے شي دغسې چې د ستونزو ښكار دې صنعت ته ريليف ترلاسه شي۔ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد ووئيل پاكستان د لاسو جوړ قالين په ټوله نړۍ كښې يوه جلا پيژندګلو لري،مونږ له به نړيوالو منډيانو باندې ګرفت قوي كولو لپاره خپل مصنوعات لا معياري كول وي او په دې به هيڅ ډول سمجھوته نه كوو ۔ ده ووئېل حكومتد برآمدات ودي لپاره هر ممكن ګامونه پورته كوي او هم دغه وجه ده چې د كورونا وائرس وبا باوجود زمونږ برآمدات زيات شوي۔ده د ايسوسي اېشن پلاوي له باور وركړو چې په دې اړه به عملي پيشرفت كولے شي او راروان مالي كال بجټ كښې به د مطالبات پوره كولو هر ممكن هڅي كولې شي