دمشق 09 جون (اے پي پي) د سوريه پايه تخت دمشق او حمص ولايت پشمول نور سيمو كښې د اسرائيل ځواكونو فضائي بريدونو كښې د سوريه 5 عسكر او د حكومت مرستيالې مليشيا درې غړي مړه او ګڼ ژوبل شوي۔د فرانس خبر رسني اداري له مخي د سوريه د بشري حقونو آبزرويټري ډائريكټر رمي عبدالرحمن ووئيل حمص ولايت كښې تيره شپه د اسرائيل عسكرو فضائي بريدونو كښې د سوريه 5 عسكر او درې 3 اتحادي عسكر مړه شوي۔ آبزرويټري ووئيل اسرائيلي پوځ فضائي بريدونو كښې د حمص ولايت په خوا كښې يو كلي كښې د سوريه فضائيه تنصيبات او د لبنان حزب الله تحريك سره د وسلي ډپو په نخښه كړے، فضائي بريدونه د حمص ولايت پشمول د سوريه پايه تخت دمشق ، حماۃ او لاذقيه كښې ټوله شپه روان وؤ۔د سوريه سركاري خبر رسني اداري ووئيل د اسرائيل ځواكونو د لبنان فضائي حدود څخه سوريه كښې بريدونه كړي چې پكښې د سوريه دفاعي فورسز هم كاروائي كړي خو كوم ځاني زيان پكښې نه دے شوے